دکریمیا پارلمان وروسته ترهغه له اوکراین څخه خپل استقلال اعلان کړ، چي له اوکراين څخه دبېلتون او له روسيې سره دپيوستون په پلوي ۹۶ سلني خلکو رايه ورکړه.
پارلمان په خپله ځانګړې غونډه کي داوکراین ټولي شتمنيوي او مالونه ملي ورګرځول.
دکریمیا دپارلمان رئيس لاديمير کنستانتيونوف له اوکراین څخه دکریمیا داستقلال تر اعلان وروسته وویل، په کریمیا کي چي داوکراین کوم پوځي واحدونه دي، هغه به منحل کړي او څوک چي غواړي په دغه نیمه جزيره کي پاته کېدلی شي.
ټاکل شوي، دکریمیا لومړی وزیر سرګي اکسیونوف او دپارلمان یوشمېر نور غړي سبا مسکو ته سفر وکړي او له روسيې سره دکریمیا دپویستون رسمي وړانديز دغه هیواد ته وکړي.
دا په داسي حال کي ده، چي داروپايي اتحاديې هیوادونه له امریکا سره یوځای په بروکسل کي په روسيې دبنديزونودلګولو په سر خبري کوي.
افغانستان